د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د دې وزارت د کال سنټر د بیاځلې فعالولو په موخه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له استازي سره وکتل

nasrat_admin
Tue, May 14 2024 3:39 AM

په دې لیدنه کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  مفتي فیصل خاموش، د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ او د تدارکاتو مديرانو او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازیو حضور درلود.

د دې لیدنې په ترڅ کې د وزارت اړوند کال سنټر د بیاځلې فعالولو پر څرنګوالي او د دې وزارت د کال سنټر د مقروضیت په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

ټاکل شوې چې مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو او د وخت له ضایع کیدو څخه د مخنیوي په موخه د دې وزارت کال سنټر بیاځلې فعال شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS