د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې وزارت په انګړ کې د جومات د ساختماني چارو له پرمختګ څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
Tue, Apr 30 2024 2:58 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د دې وزارت د  د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب او داطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش یې ملتیا کوله، د دې وزارت په انګړ کې د جومات د ساختماني چارو د پرمختګ څخه یې بررسي او لیدنه ترسره کړه.

محترم شېخ صاحب د دې لیدنې او بررسۍ پر مهال د یاد شوي جومات په ودانې کې ځینې شته ستونزې په نښه کړې او د ساختماني شرکت مسؤلينو ته چې د یادې ودانۍ د جوړولو مسؤليت په غاړه لري، د چارو د لا ښه والي په موخه لازم هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د جومات د جوړویدو چارې څه موده وړاندې  د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په دوه پوړو کې په اساسي ډول پیل شوې وې او ډیری ساختماني چارې یې بشپړې شوې دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS