د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، هدایتونو او حکمونو د تعقیب او نظارت په اړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Sat, Jan 06 2024 3:30 PM
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت کې جوړه شوې وه په هغه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  مفتي فیصل خاموش همداراز د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د عمومي ریاست د ټولنیزو چارو، چاپیریال او خوندیتوب د څارنې مرستیال محترم مولوي سیف الله ذکي ګډون کړی وو.

د دې غونډې اصلي موخه چې په یاد وزارت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د فرمانونو او حکمونو څخه په عملي توګه تعقیب او څارنه وه، په هغه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او پر وخت د عملي کیدلو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت د ډیر ځوریدلي او اړمن قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) خدمت کوي، اړوند مسؤلین او کارکوونکي یې په پوره ريښتینولي خپلې دندې پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړه: په دې وزارت کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب په موخه یوه کمیټه جوړه شوې چې یاده کمیټه په پوره اخلاص سره خپل کارونه سرته رسوي.

په دې غونډه کې د ټولنیزو چارو، چاپیریال او خوندیتوب د څارنې ریاست مرستیال محترم مولوي سیف الله ذکي د غونډې له ګډونوالو څخه وغوښتل تر څو د فرمانونو د ښه تعقیب او څارنې په برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې او له یاد ریاست سره پوره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یاد ریاست استازو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS