د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د افغانستان د ښځو د حقوقي خدمتونو له مؤسسې یا (AWRO) سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

nasrat_admin
Sun, Oct 08 2023 1:05 PM
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدو خان حق پرست او د افغانستان د ښځو د حقوقي خدمتونو مؤسسې یا (AWRO) د رئیس محترم سید فرهاد الله عبادي ترمنځ لاسلیک شو، د هغې پر بنسټ به د بلخ ولایت د چمتال، نهر شاهي، بلخ او شولګرې ولسوالېو کې درې سوه دېرش (۳۳۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي چې په هغې کې به اوړه، غوړي، حبوبات او مالګه شامل وي، وویشل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدو خان حق پرست د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یادې مؤسسې له رئیس څخه مننه وکړه او د یاد هوکړه لیک د تطبیق په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت درې اویا زره درې سوه او اته پنځوس (۷۳۳۵۸) آمریکایي ډالره دى، چې د شپږو میاشتو په موده کې به په دوو پړاونو کې بشپړه شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS