د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت يو پلاوي د غور ولایت په ځینو نواحيو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
Mon, Sep 18 2023 8:43 AM
MMD

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي الحاج مولوي نورالحق حقاني د یو پلاوي په مشرۍ غور ولایت ته د سفر په ترڅ کې  په دې ولایت کې د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعاليتونو د څيړلو وروسته، د یتیمانو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د تشخیص او د هغوی د اوسني وضعیت څخه د خبریدو په موخه دغور ولایت د فیروزکوه ښار په ځینو نواحیو کې  له یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل.

مؤظف شوي پلاوي د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند اسنادو د څیړلو وروسته په یاد ریاست کې نیمګړتیاوې په نښه کړې او د حل په موخه یې د دې ریاست کارکوونکو او مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز د څارنې او اروزنې رئیس ښاغلي الحاج مولوي نورالحق حقاني د دې ریاست کړنو او فعالیتونو د څیړنې پر مهال د یاد ریاست مسؤلینو څخه وغوښتل تر څو د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې د لا شفافیت په موخه د تصفیې ټیمونه جوړ او د غور ولایت ولسوالېو او کلیو ته ولیږل شي تر څو د شهیدانو ورثې او معلولین د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له طرحې او طرزالعمل مطابق بررسي کړي.

په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست له لوري ټاکل شوي پلاوي پنجشېر، پروان او کاپیسا ولایتونو ته سفر کړی او هلته یې د یاد وزارت د اړوند ریاستونو کړنو او فعالیتونو تر څيړلو وروسته، د شهیدانو  د یو شمیر وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو کورونه له نږدي کتلي او د هغوی پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

همداراز په ورته وخت کې د یاد رياست بل ګمارل شوی ټيم هم د شته نيمګړتياوو د له منځه وړلو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د توانبخشۍ رياست او د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو رياست فعاليتونه او اجراآت وڅيړل.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS