د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په غزني ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل

nasrat_admin
Sun, Jun 25 2023 3:00 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ باصلاحیته پلاوی چې په ترکیب کې د ټولنیزو چارو د خدمتونو رئیس ښاغلی مولوي ثنا‌ء الله فرقاني او د اداري خدمتونو ریاست انجنیران شامل وو، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او فعالیتونه یې په هر اړخیزه توګه وڅیړل.

په ورته وخت کې یاد پلاوي چې د غزني ولایت د شهیدانو چارو ریاست وارسي کوونکي ښاغلي مولوي سید محمد ابوعرفان یې ملتیا کوله د (۵۰۰) جریبه ځمکه چې د شهیدانو د کورنېو د ښارګوټي لپاره په غزني ولایت کې وقف شوې وه لیدنه وکړه او د یادې ځمکې څخه د احاطې لمړنۍ سروې ترسره او ټول لګښتونه یې په هراړخیزه توګه وارزول شول.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اداري کارمندانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې  د معلولینو د ثبت د فورمو، په نوې پروسه کې د یتیمانو د ثبت نام څرنګوالی، د چارو د ښه پرمخته وړلو په موخه د ادارې او منجمنت په برخه کې لازمې لارښوونې او همداراز د دندو د لایحو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

نوموړي همداراز د یاد ریاست کارکوونکي وهڅول تر څو خپلې ورځنۍ چارې په ښه او اغیزمنه توګه سرته ورسوي او د مراجعینو سره له غوره او نیکو اخلاقو څخه کار واخلي. همداراز نوموړي ټینګار وکړ چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته خدمتونه پروخت وړاندې او د خدمتونو په وړاندې کولو کې د خنډ او ځنډ څخه مخنېوی وکړي.

په ورته وخت کې دغزني ولایت والي ښاغلي حافظ محمد جان عمري د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د شهیدانو له ۲۷ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه، نوموړي همداراز د هر شهید کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ مرسته وکړه او ژمنه يې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به، ورته مرستې د شهیدانو له نورو کورنیو سره هم تر سره کړي. نوموړي همداراز د یادو مرستو د ویش پر مهال دیتیمانو له کورنیو څخه غوښتنه وکړه تر څو د یتیمانو د ښې پالنې او روزنې په برخه کې پوره زیار وباسي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS