د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت نوی بهیر پیل کړ.

nasrat_admin
Thu, Jun 15 2023 8:49 AM
mmd

د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت نام او راجستر پروسه چې څلور میاشتې وړاندې د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د کور په کور تصفیې او د بررسۍ او شفافیت د رامنځته کولو په موخه ځنډول شوې وه، یو ځل بیا پیل شوه.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړ شوی وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست، د معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي عبدالنافع منتفع، د ډیټابیس او معلوماتو رئیس ښاغلي ملا رحمت الله خالد، د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي مولوي نورالحق حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود، د اداري او خدماتو رئیس ښاغلي ملا عبدالرحمن فهیم، د یتیمانو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس ښاغلي مولوي صدو خان او د دغه وزارت یو شمېر کارکوونکو هم ګډون درلود.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د ثبت د نوې پروسې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت نام او راجستر پروسه چې څلور میاشتې وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې پر بنسټ د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور د تصفیې او په دې پروسه کې د لا شفافیت د رامنځته کولو په موخه ځنډول شوې وه نن بیا پیل شوه.

 هغه زیاته کړه: د هغه راپور له مخې چې د هېواد له پنځلسو ولایتونو څخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د بررسۍ او تصفیې څخه وروسته یاد وزارت ته رسیدلی څه د پاسه (۳۵۰۰) درې زره او پنځه سوه تنه معلولین، یتیمان او کونډې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د طرزالعمل سره سم ثبت شوي نه وو د هغوی نومونه له لیست څخه ایستل شوي دي.

نوموړي د يادو کسانو د ثبتولو د څرنګوالي په اړه هم هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه: هغه شمېر يتيمان، کونډې او معلولين چې په دې پروسه کې په مرکز او ولايتونو کې نوي ثبت کیږي، لومړى باید خپل غوښتنليکونه اړوندو رياستونو ته وسپاري او بیا  د مؤظف ټیم له خوا د کور په کور تر څیړنې او مشاهدې وروسته که چیرته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له کړنلارې سره سم په شرایطو برابر وي، هغوی به ثبت کړل شي.

نوموړي په نوې پروسه کې د ثبت د شرايطو په اړه هم معلومات ورکړل او زياته يې کړه: په شرايطو برابر کسان بايد د ثبت پر مهال د شهيد فوتي کارت او برېښنايي پیژندپاڼه له ځان سره ولري.

هغه همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د هېواد په پنځلسو ولایتونو کې نږدې (۵۰۰۰۰) پنځوس زره یتیمان، کونډې او معلولین په الکټرونیکي سیسټم کې ثبت کړي او دغه وزارت هڅه کوي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته میاشتنۍ نغدي مرستې د الکټرونیکي سیسټم مطابق ورکړي.

شیخ صاحب همداراز وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې دمه (۱۹۰) زره معلولین، (۸۰) زره کونډې او(۳۵۰) زره یتیمان ثبت کړي دي. هغه همدا راز ټینګار وکړ چې په دې بهیر کې هیڅ ډول جعل او تزویر به د منلو وړ نه وي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنیو نغدي مرستو د ورکړې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په ۱۴۰۲ مالي کال کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له غوښتنو سره سم د مالیې محترم وزارت دغه وزارت ته دولس میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هڅه کوي په هر لایت کې د وزارت اړوندو ریاستونو ته د هغوی د اړتیاوو سره سم بودیجه ځانګړې کړي او  یتیمانو، کونډو او معلولینو ته به د لوی اختر د رارسیدو وړاندې د میاشتنۍ نغدي مرستو لړۍ پیل کړل شي.

نوموړي د رسنيو له استازو څخه مننه وکړه، چې دغه اغېزمن قشر ته يې د اطلاعاتو او معلوماتو په رسولو کې خپل رسالت په ښه توګه ترسره کړى دى.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS