د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د بیا وړتیا موندنې په برخه کې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه د ماشومانو د ځواکمنتیا له مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

nasrat_admin
Sat, Jan 07 2023 3:10 PM
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا او د ماشومانو د ځواکمنتیا د مؤسسې رئیس ښاغلي جهانزیب داودزي ترمنځ لاسلیک شو.

ټاکل شوې ده چې د یاد هوکړه لیک له مخې به د ماشومانو د ځواکمنتیا مؤسسه، معلولیت لرونکو وګړو د بیا وړتیا موندنې د څرنګوالي په اړه د پوهاوي ورکولو، په عملي برخه کې د معلولینو د ملاتړ او هغوی ته د بیړنیو مرستو د رسولو په موخه د عامه پوهاوي ملي کمپاین په بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار او بامیانو ولایتونو کې  پر لاره واچوي.

د پوهاوي دغه کمپاين چې د يادې مؤسسې  له خوا به د افغانستان په پنځو ولايتونو کې په لاره واچول شي، له مخې به یې معلولين دا وړتیا ترلاسه کړي چې له خپلو استعدادونو او وړتیاو څخه کار واخلي او خپلې کورنۍ او هېواد ته د خدمت جوګه شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS