د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په لوګر ولایت کې د یاد وزارت له اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Mon, Jan 02 2023 3:40 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت باصلاحیته پلاوی چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي او د یاد وزارت د داخلي تفتيش رئيس مولوي احسان الله حقاني، د څارنې او ارزونې رئیس مولوي نورالحق حقاني، د پلانونو د تطبیق او ارزونې  آمر قاري سید اسحاق سعید، د څارنې او ارزونې ریاست اجرائیوي او مسلکي غړی محمد فاروق ځلاند او محمد شفیق شیرزاد یې ملتیا کوي د لوګر ولايت دشهيدانو او معلولينو چارو رياست د فعالیتونو او کړنو څخه په هر اړخيزه توګه ارزونه وکړه.

د دې ارزونې په ترڅ کې یاد پلاوي د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د فورمو د څیړنې او ارزونې ترڅنګ د بودیجې د مصرف د څرنګوالي په هکله هم ارزونې ترسره کړې.

یاد پلاوي همدارنګه په یادو برخو کې د پرتو ستونزو او نیمګړتیاو د حل په موخه د نوموړي ریاست مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په ورځنیو چارو کې  له غیر قانوني مواردو څخه په کلکه ډډه وکړي ترڅو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې د خنډ او ځنډ مخنیوې وشي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په لوګر ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د مرستو د راجلبولو په موخه د لوګر ولایت  له مرستیال والي ښاغلي الحاج مولوي عنایت الله شجاع سره وکتل.

په یاده کتنه کې د ریاست الوزرا محترم مقام د اقتصادي معاونیت په لمړۍ ګڼې مصوبې کې، چې په ولایتونو کې یتیمانو او معلولینو ته په مرستو کې (۲۵) سلنه سهمیه ورکړل شوې وه، یادونه وشوه، همدارنګه د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د میاشتنې مرستو یا ماهانۍ د ورکړۍ پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د لوګر ولايت مرستیال والي ژمنه وکړه ترڅو د کونډو  یتیمانو او معلولینو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS