د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ارزونې پلاوي د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو د پالنې مرکز له اړوندو څانګو د کړنو او فعالیتونو هراړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Thu, Oct 27 2022 1:16 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هیئت د ارزونې او پلټنې په لړ کې د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو د پالنې مرکز د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یاد ریاست ټولو اړوندو څانګو (آسایشګاه آمریت، د فني او حرفوي زده کړو آمریت او د اداري پروګرامونو او همغږۍ آمریت) د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه وشوه چې په لړ کې یې ټول اسناد او کاري دفترونه د ټاکل شوي هیئت لخوا وکتل شول.

همدارنګه د اروزنې په ترڅ کې یاد پلاوي د فني او حرفوي زده کړو له زده کړیالانو څخه د زده کړو د څرنګوالي په هکله پوښتنې وکړي، په یادې ارزونه کې د فني او حرفوي برخو زده کړیالانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خدمتونو څخه مننه وکړه چې هغوی ته یې د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې یې زمینه برابره کړې ده.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ارزونې پلاوي د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو د پالنې  په مرکز کې یتیمانو او معلولینو ته د ښو  او معیاري خدمتونو د رسونې څخه خوښي څرګنده کړه.

نوموړي پلاوي په یاد مرکز کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له راغلي پلاوي سره هم وکتل او هغوې سره یې د معلولینو او لاوارثه یتیمانو پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې شریکې کړې.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې پلاوي فلجیانو او لاوارثه یتیمانو ته د آسایشګاه د نوې ودانې د جوړولو په برخه کې ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د ځانګړي هدایت پر اساس د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو د ارزونې  لپاره هیئت ګمارل شوې وو، چې د یاد وزارت د ریاستونو د کړنو ارزونه وکړي. د یاد هیئت په ترکیب کې چې د  بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د حاضري عمومي مدیر عبدالباقي شامل وو، مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلي مولوي حیات الله میوند کوله، دوې د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه  او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور یې د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS