د ولایتي سفرونو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
Tue, Aug 02 2022 3:10 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان د یو لړ ولایتي سفرونو په ترڅ كې د یو پلاوي سره  د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاست څخه لیدنه وکړه.  په دې سفر کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس ښاغلې قاري محمد امین درویش ، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازیو د ښاغلي مولوي کلیم الله افغان ملتیا کوله، د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینوچارو ریاست  د کارکوونکو د کړنو څرنګوالې  یې وڅیړل، او یاد ریاست پر وړاندې یې شته ستونزې او ننګونې واورېدې او د حل پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي  مولوي عبدالرحیم احسان د بودیجې د بشپړ مصرف په برخه كې د دې ریاست ستونزې او ننګونې په ګوته كړې او د ستونزو د حل په برخه کې د مرستې غوښتونکې شو.

 د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوی كلیم الله افغان د دغه ریاست د ستونزو له اوریدو وروسته د دغو ستونزو د حل په برخه کې د لازمو همكاریو ژمنه وكړه،  او په دې ولایت كې یې د بودیجې په بشپړ او شفاف ډول مصرفولو  ټینګار وكړ .

ښاغلي مولوي کلیم الله افغان له دی مخکې د لوګر او پکتیا ولایتونو دشهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو څخه هم لیدنه کړې، چې د دې سفر اصلي موخه یې  د طرحې سره سم د بودیجې مصرفولو کې د چټکتیا رامنځته کول او د بودیجې د لګولو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو له منځه وړل، او همداراز د اړوندو رياستونو د کړنو او  فعالیتونو د څرنګوالي ارزونه بلل شوې ده.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS