پر شپږ سوه 600 معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو پر کورنېو د خوراکي توکو کڅوړۍ وویشل شوې

farahmand_admin
Sat, Apr 16 2022 9:46 AM
mmd

د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې پر درې  سوه کورنېو او همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر درې سوه نورو معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو کورنېو باندې د( Humanity Welfare Trust) خیریه بنسټ لخوا د خوراکي توکو کڅوړۍ وویشل شوې.

په دغو خوراکي کڅوړو کې چې اوړه، غوړي،  وریجې او چڼې شاملې وې، د یاد خیریه بنسټ لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ او همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر اړمنو کسانو وویشل شوې.

همداراز د مرستو د ويش پر مهال د   (Humanity Welfare Trust) خیریه بنسټ مشر ښاغلي  طيب شبير د خیریه مرستو د لړۍ پر ویش د ټینګار تر څنګ پر بهرنيو پانګوالو او خيريه بنسټونو غږ وکړ، چې په دې ناوړه اقتصادي حالت کې دې د  افغانستان د خلکو سره مرستې هيرې نه کړي او له هغوې څخه یې وغوښتل چي د دې هیواد  زيانمنو شويو خلکو سره اړینې مرستې وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS