د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت ملي انسټیټیوټ ریاست رئیس معرفي شو.
د رئیس الوزرا د حکم پر اساس، قاري روح الله اخوند د مالی او اداري چارو لوي رئیس مولوی کلیم الله افغان له خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت ملي انسټیټیوټ د رئیس په توګه معرفي شو.
مولوي کلیم الله افغان څرګنده کړه چې قاري روح الله اخوند د اسلامي امارت تجربه لري او د زون په کچه رئیس تېر شوی دی.
د غونډې په پای کې قاري روح الله اخوند ته د یاد ریاست ټولو کارکوونکو ځان ور وپېژانده او د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
