د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملي بیرغ ورځ ونمانځله

farahmand_admin
Thu, Jul 29 2021 2:55 PM
بیرق

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملي بیرغ ورځ (د زمري اوومه) د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي، معینانو، رییسانو او کارمندانو په شتون کې ونمانځله.

ښاغلي فاروقي د ملي بیرغ ورځ هېوادوالو ته، په ځانګړي توګه د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته مبارکي ورکړه او ملي بیرغ یې د عزت، ویاړ او د ملي هویت او ارزښتونو سمبول وګاڼه.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه چې د هر هېواد وګړي خپل ټول عزت، هویت او ویاړ د دوی ملي بیرغ سره تړلی ګڼي او د یووالي، پیوستون او ملي هویت د نښه په توګه یې ساتنه کوي.

ښاغلي فاروقي ټینګار وکړ، په دې کې هېڅ شک نشته چې د افغانستان خلک او ملي ځواکونه د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، په څېر له ملي بیرغ څخه ساتنه، ملي دنده ګڼي او په دې برخه کې د هېواد له دښمنانو څخه یې په کلکه او مېړانه ساتنه کوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او قربانۍ په ګوته کړې او زیاته یې کړه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې کړکېچن حالت کې د افغانستان له ارزښتونه او درې رنګه بیرغ نه په مېړانه ساتنه کوي.

په پای کې، ښاغلي فاروقي د هېواد سولې او ټیکاو هیله وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې چې د سولې هڅې به بریالۍ شي او د ودان او سوله ییز ژوند فرصت به د هېواد د درې رنګه  بيرغ تر سیوري لاندې چمتو شي، او موږ به په دې ځمکه کې د لا ډېر پرمختګ، هوساینې او سوکالۍ شاهدان اوسو.

دا غونډه په بېلابېلو برخو ونمانځل شوه، او د نقیب الله امیني، سید جمشید غضنفري او فاروق ځلاند ښکلې دکلمې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS