د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا د پنځه ویشتو ولایتي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

farahmand_admin
Sat, Jul 31 2021 2:58 PM
امتحانات

 

یکشنبه د 1400لمریز کال د چنګاښ دیارلسمه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په چوکاټ کې پنځه ویشت ولایتي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې رقابت ته ایښودل شوي و.

د یادو بستونو لپاره ۱۵۶ کسانو نوم لیکنه کړې وه چې له جملې څخه یې ۷۲ تنو په ازموینه کې ګدون کړی وو. دا بستونه د بریښنایي سیستم پروژې له خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په چوکاټ کې د (Provincial IT & Rollout Officer) تر عنوان لاندې آزادې سیالۍ ته وړاندې شوي وو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې آغلې صبرۍ اندړ د ازموېنې له بهیر څخه لیدنه وکړه او د لیدنې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې دا پروسه په کامله توګه رڼه ده او له دې لارې به وړ او بریالي کسان وګمارل شي.

همدار راز اغلې اندړ وویل: د یادو بستونو لپاره د وړ کسانو ګمارنه به د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو پروسه ښه او چټکه کړي.

د یادولو وړ ده چې دا پروسه په دوه پړاوونو کې تر سره کیږي چې لومړی پړاو یې بشپړ او په دویم پړاو کې به له بریالېو کسانو څخه مرکه واخیستل شي او په یادو بستونو کې به وګمارل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS