د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو په اړه کره او علمي څیړنه یوه اړتیا ده

farahmand_admin
Sat, Jul 31 2021 9:11 AM
تحقیق

یکشنبه د 1400لمریز کال د چنګاښ دیارلسمه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږي مرستیالې صبري اندړ د جنګ تاوتریخوالي لپاره عملیاتي موسسه کې د څیړنې څانګې له مشر سره وکتل او د ګډ فعالیتونو او همغږۍ په اړه یې خبرې وکړې.

د جګړې د تاوتریخوالي د عملیاتي موسسې د څیړنې د څانګې رییس د دې موسسې د فعالیتونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه چې دا موسسه په کابل او بامیانو ولایتونو کې د جګړې او سړک غاړې ماینونو له امله د معلولیت لرونکو خلکو د وضعیت د څیړلو په لټه کې دی او دوی به د یادې څیړنې پایلې د دې وزارت سره شریک کړي، چې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره اړتیاوې او ننګونې څه دي. هغه زیاته کړه چې دوی د دې څیړنې د پراختیا لپاره د بېلابېلو ادارو سره په همغږي بوخت دي.

وروسته بیا، اغلې اندړ د یاد موسسې د څیړنې د څانګې له مسوول  له شتون څخه مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې دا وزارت د هرډول کره او علمي څیړنې ملاتړ کوي او دیته یوه اړینه اړتیا لیدل کیږي. هغې زیاته کړه چې د شهیدانو وارثان او د معلولیت لرونکي وګړي ډیری ننګونې لري او وزارت هڅه کوي د دوی ستونزې وپیژني او د حل لپاره یې پلان جوړ کړي.

اغلې اندړ د جګړې د تاوتریخوالي د عملیاتي موسسې د څیړنې د څانګې رییس څخه وغوښتل چې خپلې پلټنې نورو والیتونو ته هم وغزوي او وزارت به ورسره کار وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS