د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو په اړه کره او علمي څیړنه یوه اړتیا ده
یکشنبه د 1400لمریز کال د چنګاښ دیارلسمه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږي مرستیالې صبري اندړ د جنګ تاوتریخوالي لپاره عملیاتي موسسه کې د څیړنې څانګې له مشر سره وکتل او د ګډ فعالیتونو او همغږۍ په اړه یې خبرې وکړې.
د جګړې د تاوتریخوالي د عملیاتي موسسې د څیړنې د څانګې رییس د دې موسسې د فعالیتونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه چې دا موسسه په کابل او بامیانو ولایتونو کې د جګړې او سړک غاړې ماینونو له امله د معلولیت لرونکو خلکو د وضعیت د څیړلو په لټه کې دی او دوی به د یادې څیړنې پایلې د دې وزارت سره شریک کړي، چې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره اړتیاوې او ننګونې څه دي. هغه زیاته کړه چې دوی د دې څیړنې د پراختیا لپاره د بېلابېلو ادارو سره په همغږي بوخت دي.
وروسته بیا، اغلې اندړ د یاد موسسې د څیړنې د څانګې له مسوول له شتون څخه مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې دا وزارت د هرډول کره او علمي څیړنې ملاتړ کوي او دیته یوه اړینه اړتیا لیدل کیږي. هغې زیاته کړه چې د شهیدانو وارثان او د معلولیت لرونکي وګړي ډیری ننګونې لري او وزارت هڅه کوي د دوی ستونزې وپیژني او د حل لپاره یې پلان جوړ کړي.
اغلې اندړ د جګړې د تاوتریخوالي د عملیاتي موسسې د څیړنې د څانګې رییس څخه وغوښتل چې خپلې پلټنې نورو والیتونو ته هم وغزوي او وزارت به ورسره کار وکړي.