د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د سمنګانو له والي سره ليدنه وکړه

sadiq_admin
Wed, May 26 2021 10:31 AM
sd

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د سمنګانو له والي سره ليدنه وکړه

نن سه شنبه د مرغومې په ۴مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د سمنګانو والي ښاغلي محمد داوود کلکاني سره وکتل او د سمنګانو ولايت د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو د ستونزو په تړاو يې ورسره خبرې وکړې.

ښاغلي کلکاني د وزارت له لوري د وروستيو اصلاحاتو او سيسټم جوړونې ستاينه وکړه او په سمنګانو ولايت کې يې د شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

ښاغلي کلکاني وويل: دا چې په سمنګانو ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت ځانګړی تعمير نه لري، له همکارانو سره يو ځای حاضر يم چې د ښار جوړونې او ځمکو رياست سره په همغږۍ په دې برخه کې عملي اقدام ترسره کړم.

ښاغلي کلکاني د حقوقو په ورکړه کې ځنډ او د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د بشري سرچينو تشکيلاتو کموالی د سمنګانو ولايت عمده ستونزې وبللې او د حل غوښتنه يې وکړه.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي د والي د راتګ او هميشنۍ همکارۍ له امله د مننې ترڅنګ، په سمنګانو ولايت کې يې د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت سره د ولايت مقام له لوري د همغږۍ او ګډکار غوښتنه وکړه، څو د شته ستونزو په کمښت کې د مثبت بدلون سبب وګرځي.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، که څه هم په سمنګانو ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت او اسايشګاه تعمير د ساختمان جوړولو په تړاو د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سره هوکړه شوې ده او د پلې کولو لپاره يې هڅې روانې دي.

د نوموړي په خبره، چې د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره د حقونو په ورکړه کې د ځنډ لامل د بودجې کمښت او د اسنادو د سمونې او کتنې بهير بشپړول دي، چې پر مټ به يې تور اسناد له سپينو جلا شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS