د نظامي معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ټولو غوښتنو ته به رسېدنه وشي

د نظامي معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ټولو غوښتنو ته به رسېدنه وشي
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د نظامي معلولينو او شهيدانو د ورثې یو شمېر استازو سره وکتل.
د نظامي معلولينو او شهيدانو د ورثې استازو د حقونو پر وخت ورکړې، کارموندنې، روغتيایي خدمتونو، زدکړو، عامه پوهاوي، ټولنیز ګډون او درناوي په اړه خبرې وکړې او د زیاتې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي آريوبي وويل: عدالت غوښتنه د معلولیت لرونکو وګړو حق دی او د وزارت مسولین ژمن دی، چې غوښتنو ته یې لومړيتوب ورکړي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.
ښاغلي آريوبي زياته کړه، چې د کابينې د پرېکړې پر بنسټ به په ټولو دولتي ادارو کې درې سلنه معلوليت لرونکي وګړي په دندو وګمارل شي. د جمهوري رياست د لومړي معاونيت سره په همغږۍ ياده پرېکړه په دولتي ادارو کې پلی کېږي او همدارنګه د ژوند په نورو برخو کې به هم د اړینو اسانتیاوو برابرولو هڅې زیاتې شي.
ښاغلي آريوبي څرګنده، چې نظامي معلوليت لرونکو وګړو د د ولس او ملت نه د دفاع په مقدسه جګړه کې د وجود خواږه غړي له لاسه ورکړي دي، قربانۍ یې د ستاینې او درناوي وړ دي او اړوندو چارو ته به یې پاملرنه لا زیاته شي.