د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د غوره همغږۍ او همکارۍ له کبله وستایل شو

sadiq_admin
Wed, Oct 28 2020 9:07 AM
ad

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د غوره همغږۍ او همکارۍ له کبله وستایل شو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه، پارلماني چارو کې د دولت وزارت سره د ښې او هر اړخېزې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو او ټینګښت له امله لومړی مقام خپل کړ او ستاینلیک ورکړل شو.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي ګل پاچا مجیدي د ستاینلیک ورکړې پر مهال وویل: د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ ولسي جرګې او مشرانو جرګې سره ښه همغږي او همکاري لري او د مراجعینو ستونزو ته یې په وخت رسېدنه کړې، چې د اړیکو په ټینګښت کې یې مهم نقش لرلی دی.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د پارلماني چارو وزارت له رهبرۍ د لومړي مقام او ستاینلیک ورکړې له کبله مننه وکړه وویل، چې یادې همکارۍ او همغږۍ ته ژمن دی او د لا پراختیا لپاره به یې په بشپړه اراده هلې ځلې وکړي.

د دواړو وزارتونو مسولینو د همکارۍ او همغږۍ په لا ټینګښت، پراختیا او هر اړخیزه کولو تاکید وکړ.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS