H.E Laluddin Aryubi met with the Directors of Private Universities
د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره د خصوصي سکتور همکاري او مرسته اړینه ده
نن دوشنبه (د تلې میاشتې لومړۍ) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین آریوبي په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو له مسولینو سره وکتل.
ښاغلي آریوبي وویل، چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته خدمت او د دوی ستونزو ته رسیدګي د دولتي ادارو ترڅنګ د خصوصي سکتور مرستې او پاملرنې ته هم شدیده اړتیا لري او ټول باید د یوه ګډه مسولیت په توګه دې قشر ته رسیدګي وکړي. نوموړي د یادو پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو له مسولینو سره دغه قشر ته د لوړو زده کړو په برخه کې د وړیا سکالرشیپونو او تخفیف په اړه هم خبرې وکړې او د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیکونو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.
د یادو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو په دې برخه کې د ښاغلي وزیر اقدام وستایه او ژمنه یې وکړه چې د دولتي ادارو تر څنګ به معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته تر ممکن حده د لوړو زده کړو زمینه برابروي او د وړیا سکالرشیپونو سربېره به تخفیف هم ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې همدا اونۍ به یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سره د وړیا سکالرشیپونو او تخفیف په اړه د همکارۍ هوکړه لیکونه هم په رسمي توګه لاسلیک شي.