امضای تفاهم نامه مابین وزارت دولت در امور شهدا و معلولین و پوهنتون های خصوصی

mmd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۲:۵۰
1

رسنیزه اعلامیه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شوه

۴ د تلې ۱۳۹۸

کابل - افغانستان

نن پنجشنبه د( ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې میاشتې ۴) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له یو شمېر خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړه..

دا هوکړه لیکونه د دې وزارت د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د تخنیکي چارو مرستیاله آغلې جمیله نورستاني او د یادو خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو د مسولینو ترمنځ نن رسماً د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شوه.

د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک بنسټیزه موخه دا ده، چې د دولتي ادارو تر څنګ خصوصي سکتور هم د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په برخه کې خپل مسولیت ترسره کړي.

دا خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د دغو هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته د شهیدانو ټولو په شرایطو برابرو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته په خپله هره تحصیلي دوره کې د وړیا سکالرشیپونو او ځانګړي تخیف امکانات برابروي او په هوکړه لیک کې په ذکر شوي شمېر معلولیت لرونکي وکړي او د شهیدانو وارثین به په خپلو پوهنتونو او موسسو کې د لوړو زده کړو لپاره جذبوي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د یوه دولتي نهاد په توګه ژمن دی، ټولو هغو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته چې له دې وزارت سره یې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو د لوړو زده کړو په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، د مالیاتي معافیت، په دولتي بستونو کې د دوی د محصلینو د جذبولو، انټرنشپونو برابرولو، سیمینارونو جوړولو او نورو ګټورو برخو کې هر اړخیزه همکاري ترسره کړي.

 

د یادونې وړ ده، چې دا هوکړه لیکونه اوسمهال یوازې د کابل ولایت له یو شمېر خصوصي پوهنتونو او لوړه زده کړو موسسو سره لاسلیک شوه او په راتلونکي کې به دا برنامه (د شهیدانو له وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو څخه د خصوصي سکتور د ملاتړ ملي پروسې په نامه) په ټول هېواد کې له خصوصي پوهنتونونو، لوړه زده کړو موسسو، خصوصي روغتونونو او ښوونځیو او نیمه د لوړو زده کړو موسسو سره لاسلیک او د هېواد په کچه به وغځېږي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رسنیز دفتر

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS