معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته حرفوي او مسلکي زده کړې ورکول کېږي

content_admin
Wed, Feb 26 2020 9:08 AM
mmd


معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته حرفوي او مسلکي زده کړې ورکول کېږي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او مېرسي کورپ (Mercy Corps) موسسې تر منځ د معلولیت لرونکو وګړو د حرفوي او مسلکي کاري ځواک پیاوړتیا او ګمارنې برنامې د تطبیق دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

نن سه شنبه د ( کب میاشتې ۶ نېټه) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د تخنیکي چارو مرستیالې جمیلې نورستانۍ او د مېرسي کورپ موسسې د حرفوي او مسلکي زده کړو رییسې ملیزا لکایو د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې د معلولیت لرونکو وګړو د کاري ځواک د پیاوړتیا او په مختلفو ادارو کې د دوی د ګمارنې دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک په دریو فصلونو او ۳۲ مادو کې ترتیب او د تطبیق په برخه کې یې د دواړو بنسټونو مسولیتونه مشخص شوي دي.

د دې هوکړه لیک له مخې به مېرسي کورپ موسسه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره په مرکز او ولایتونو کې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته د تخنکي او مسلکي زده کړو،حرفوي، مسلکي کاري وړتیا لوړونې او په مختلفو ادارو کې د ګمارنې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د همغږۍ رامنځته کول دي، تر څو د دې برنامې له لارې روزل شوي معلولین او د شهیدانو وراثین حرفوي کارونو ته لاسرسی ومومي.

د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته یاده موسسه د شهیدانو او معلولینو په مرکز کې یاد قشر ته د حرفوي زده کړو پروګرام پیلوي او د دریو کلونو په موده کې به ۸۰۰۰ په شرایطو برابرو کسانو ته د شهیدانو د ورثې او معلولینو د یوه حرفوي مرکز په ګډون د بازار د ارزونې پروسې له لارې په ۲۲ مرکزونو کې دوی ته زده کړې ورکول کېږي.

د دې هوکړه لیک اصلي موخه د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د ورثې د اقتصادي ستونزو پېژندنه، له منځه وړل او د دوی ځان بسیاینه ده. دا برنامه په لومړي پړاو کې په کندهار، هلمند، پروان، کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې عملي کېږي.

د برنامې له پیل سره په اول مرحله کې معلولین او شهیدانو د ورثې ۱۸۸ تنه تر پوښښ لاندې نیول کېږي او په دویم پړاو کې به د یاد قشر ۱۵۰ -۲۰۰ تنه د شهیدانو او معلولینو د حرفوي زده کړو په مرکز کې وروزي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د دې برنامې د ټولو فعالیتونو او د شهیدانو او معلولینو د مرکز په کچه د کاري پرمختګونو ارزونه کوي او له ارزونې ترلاسه شوې پایلې به د کارونو د لا ښه والي په موخه یادې موسسې سره شریکوي.

د مېرسي کورپ موسسه یو نړیوال بنسټ دی او له ۱۹۸۶ز کال راهیسې په افغانستان کې د ځوانانو د دوامداره ملاتړ، پرمختګ، ګرهنیزو چارو او مسلکي مهارتونو د لوړولو او د معلولیت لرونکو وګړو د شهیدانو د کورنیو پیاوړي کول دي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS