د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت اداري غونډه وشوه

content_admin
Thu, Jan 30 2020 9:49 AM
mmd


د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت اداري غونډه وشوه

نن چهار شنبه (د سلواغې میاشتې ۹ نېټه) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت اداري مجلس د وزارت د وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په رهبرۍ ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

ښاغلي آریوبي ۱۳۹۸ مالي کال د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لپاره حساس وګڼه وویل، چې د یوې نوې رامنځته شوې ادارې په توګه حالت اظطراري او غیر نورمال و، ځکه د چارو د تنظیم، اصلاحاتو، سیستم جوړونې، فساد سره د مبارزې، ګواښونو او ولایتي آمریتونو ستونزو ته د رسیدګۍ سره هممهاله د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو ورکړه او نور خدمتونه وړاندې کول اسانه چاره نه وه.

ښاغلي آریوبي ځینو ولایتونو ته د اسنادو د څېړلو په موخه د مرکز پلاوي سفرونه اغېزناک وبلل زیاته یې کړه، چې اوس هم په ځینو ولایتونو کې د فساد موارد او ناوړه ګټې اخیستنې شته دي، چې باید له منځه یوړل شي.

ښاغلي آریوبي په تېر مالي کې د بودیجې د کمښت یادونه هم وکړه، وویل چې سږ کال به شرایطو نابرابر کسان د حقوقو مستحق ونه ګڼل شي او مسحقو خلکو ته به د حقوقو د ورکړې په برخه کې لومړیتوب ورکړي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د اسنادو څېړل او په شرایطو د نابرابرو کسانو غیر مستحق ګڼل به د حقوقو د ورکړې او بودیجې د کمښت ستونزې تر ډیره راکمې کړي.

ښاغلي آریوبي د بودیجې په اړه وویل، چې په سند کې شامله او د پارلمان له لوري تایید شوې ده او وزارت د خپلواکه کېدو موضوع به د پارلمان له رخصتۍ وروسته عمومي غونډې ته وړاندې او له مثبتې پایلې وروسته به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نامه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د تخنیکې چارو مرستیالې جمیلې نورستانۍ په مرکز کې د برېښنایي سیستم د تطبیق، د ورثې د تاییدۍ فورمې چاپ او وېشلو، د واحدې دریڅې له لارې د خدمتونو وړاندې کولو او په ټولو ولایتونو کې د بایومټرېک سیستم د پېلېدو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

ورپسې د مالي او حسابي چارو سرپرستې رییسې ډاګټر صفیې انوري په ۱۳۹۹ مالي کال کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو د ورکړې د څرنګوالي په اړه جوړ شوی مېکانېزم د پرزټېشن په بڼه وړاندې کړ او ګډونوالو پرې خبرې وکړې.
د یاد مېکانېزم موخه د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د حقوقو بودیجې د پر وخت او سمې لګونې، فساد مخنیوی، روڼتیا رامنځته کول، چټکیتا او په شریطو د نابرابرو کسانو پېژندل دي.

د پلان او پالیسۍ رییس ذبیح الله اسحاقزي د انکشافي برخې پروپوزل او د ۱۳۹۹ مالي کال د پلان په اړه خبرې وکړې وویل، چې د انکشافي برخې پروپوزل جوړ شوی او د نظر اخسیتې او تایید لپاره به مالیې وزارت سره شریک شی.

د مقام د دفتر رییس په مرکز کابل کې ولایتي آمرینو ته د پوهاوي او همغږۍ په موخه د ورکشاپ جوړولو په اړه خبرې وکړې وویل، چې یوه کمېټه به جوړه او ټولې چارې به سمبال کړي.

د اداري چارو رییس عبدالله ثابت د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا او مراجعینو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

د ګډونوالو له نظرونو وروسته، غونډه د ښاغلي وزیر له ارزونې سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS