د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Thu, May 07 2026 10:23 AM

د نوي برېښنائي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو بهیر د روزنیز ورکشاپ د پیل په موخه د لازمو تدابیرو د نیولو لپاره د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د ریاست د محترم رئیس ملا رحمت الله خالد په مشرۍ ترسره شوه چې پکې امرینو او ټولو اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د یاد روزنیز ورکشاپ د مؤثر تطبیق، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د چارو د منظم ترسره کېدو په اړه هر اړخیز بحث وشو. همداراز د ورکشاپ د تنظیم، همغږۍ او عملي چارو د چټکتیا لپاره اړینې طرحې شریکې او وڅېړل شوې.

محترم خالد د چارو د ښه تنظیم او پر وخت تطبیق په موخه اړوندو امرینو او کارکوونکو ته لازمې دندې وسپارلې او ټینګار یې وکړ چې ټول کارونه دې د پلان مطابق، په همغږۍ او مسوولانه ډول ترسره شي.

په پای کې له ټولو ګډونوالو وغوښتل شول چې سپارل شوې دندې په جدي توګه تعقیب او ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS