د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بامیان ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Sun, Apr 19 2026 9:35 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې ‌د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود يې ملتيا کوله، بامیان ولایت ته یې سفر وکړ، هلته یې د بامیان ولایت له والي محترم الحاج قاري ګل حیدر شفق، یو شمېر علماوو، د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو سره وکتل.

په پیل کې د بامیان ولایت والي محترم قاري ګل حیدر شفق، محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند ته ښه راغلاست وویل، نوموړي دغه سفر د خلکو د خدمت په برخه کې د اسلامي امارت د مسئولینو د جدي ژمنتیا او ځانګړې پاملرنې څرګندونه وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري د ولایتي سفرونو له لارې د شهیدانو کورنیو او معلولینو د وضعیت د ارزونې لپاره دا زمینه برابروي، څو د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدګي وشي او اړینې مرستې ورته برابرې شي، هغه د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اساسي ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

په دې ليدنه کې محترم مفتي عبدالاحد مسعود د شهیدانو د یو شمېر وارثینو ته یې د نغدي مرستو د وېش ترڅنګ، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا د مادي او معنوي ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ او د دغو کورنیو د ژوند د ښه والي لپاره یې د راتلونکو پروګرامونو د پلي کیدو یادونه هم وکړه.

همداراز د بامیان ولایت شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي د ياد رياست د فعالیتونو او لاسته راوړنو تفصیلي راپور وړاندې کړ او د یتیمانو، کونډو او معلولینو ستونزو ته د پر وخت رسیدګي لپاره یې پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ، همدارنګه یې د یاد ریاست له لوري یتیمانو کورنيو او معلولینو ته يې د غوره خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

په دې لیدنه کې د بامیان ولایت د شیعه علماوو شورا رئیس محترم  نصرالله واعظي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هغه اغېزمن اقدامات وستایل چې د شهیدانو وارثینو او معلولینو د وضعیت د ښه والي لپاره يې ترسره کړي دي.

نوموړي د وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې په بامیان ولایت کې د پاتې مستحقو کورنیو د ثبت او راجستر بهیر ته پاملرنه وکړي، څو هغوی هم خدماتو او مرستو ته لاسرسی ومومي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS