د کابل ښار د (۱۵) مې ناحیې اړوند پر (۵۰) تنو مستحقو کونډو او ښځينه معلولینو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sun, Dec 21 2025 11:24 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړمنو کورنيو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د (HPWO) خیریه موسسې په همکارۍ، د کابل ښار په (۱۵) مه ناحیه کې پر (۵۰) تنو کونډو او ښځينه معلولینو باندې د‌ کورنۍ نانوايي د جوړولو په موخه اړين توکي او وسایل ووېشل.

 په یادو مرستو کې (۱۸) ډوله بېلابېل وسایل او توکي په پام کې نیول شوي وو، چې هر کورنۍ ته (۵) بورې اوړه، د ګاز بالون، ګازي تنور او د ډوډۍ پخولو لپاره نور اړین وسایل او همداراز د ډوډۍ د خرڅلاو لپاره جوړې شوې غرفې ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پرمهال د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع ‌الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود او د وېش له بهیر څخه یې له نږدې څارنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS