د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د لاښه والي په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم قاري عبدالکریم حلیمي د اداري نظم پر اهمیت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو چارو ته د ښې رسیدګۍ په اړه خبرې وکړې او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په بشپړې ژمنتیا او همغږۍ سره ترسره کړي.
همداراز په دې غونډه کې د معلولینو او شهیدانو ورثه وو (م-۴۰) دفترونو د تنظیم په اړه هم کارکوونکو ته لارښوونه وشوه.
د غونډې په پای د اړوندو برخو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ په هکله ټینګار وشو او د کارکوونکو د صادقانه هڅو قدرداني وشوه.
