د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Nov 25 2025 9:19 AM

د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست کې د کاري بهیر د لاښه والي او پرمختګ په موخه اداري غونډه د ياد رياست د رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ ترسره شوه، چې په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو  رئیس، د شهیدانو کورنیو او معلولینو ستونزو ته د پر وخت رسيدګۍ او د ورځنیو چارو د لا ښه سمون په اړه کارکوونکو ته اړینې لارښوونې وکړې.

همداراز، په غونډه کې د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو لپاره د اغېزمنو او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو د حل په موخه هم لازمې سپارښتنې وشوې.

محترم ملا صدوخان حق شناس له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپلې سپارل شوې دندې په بشپړ اخلاص، ژمنتیا او همغږۍ سره ترسره کړي، څو یادې کورنۍ له غوره او دوامدارو خدمتونو څخه برخمنې شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS