د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Thu, Nov 06 2025 10:02 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو هیئت چې د یاد ریاست اړوند دوه تنو مسلکي غړو هر یو محترم سلیم ګل شمشاد او محترم محمد شفیق شېرزاد یې ملتیا کوله، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په روان مالي کال کې ترسره شوې کړنې او اجراآت په هر اړخیز ډول وارزولې.

د ارزونې پر مهال د نشراتو اړوند ټولې برخې او د عامه اړیکو مؤثریت په دقت سره وڅېړل شول. همدارنګه د اجرائیه مدیریت برخه له نږدې تر ارزونې لاندې ونیول شوه، چې پکې د ثبت شوو رسمي اسنادو، د چارو د تنظیم څرنګوالي او نورو اړوندو موضوعاتو ارزونه شامل وه. سربېره پر دې، د کال سنټر ټول فعالیتونه له نږدې و ارزول شول، څو د مراجعينو د اړیکو مدیریت، د هغوی د غوښتنو د ثبت او د ځواب ویلو څرنګوالی معلوم شي، په پای کې د چارو د لاښه والي په موخه کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS