د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Mon, Oct 20 2025 3:14 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند ټولو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې په ترڅ کې محترم مولوي محمد انور برادر د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه کارکوونکو ته لازم هدایات ورکړل، چې په کې د مکتوبونو پر وخت ځواب کول، د روښانه او څرګنده راپورونو لیکل، ریاستونو ته د مسلکي سپارښتنو وړاندې کول، د مفتشینو لخوا د تفتیش پر مهال له ښه برخورد څخه کار اخیستل او ځینې نور اړوند موارد شامل وو.

همداراز په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالی د دیني ارشاداتو په هکله ګډونوالو ته خبرې وکړې، د دې ترڅنګ د غونډې نورو ګډونوالو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د محترم مولوي محمد انور برادر لخوا هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS