په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې
د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان سره سم د هرې کورنۍ لپاره (۴۰۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې په لومړي پړاو کې هر کورنې ته (۲۰۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې او پاتې نورې به یې په دویم پړاو ورکړل شي.
یادې نغدي مرستې د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت، په شمال زون کې د اسلامي رفاه مؤسسې رئيس او د ولايت مقام د استازو په شتون کې پر مستحقو یتیمانو ووېشل شوې.