د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو پلاوي چې د څارنې او ارزونې ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر محترم محمد شفيق شېرزاد او محترم محمد فاروق ځلاند یې ملتیا کوله، د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ١٤٠٤ مالي کال کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه او همداراز د اداري برخو څخه په دقیق ډول بررسي او ارزونه ترسره کړه.
د څارنی او ارزوني د پلاوي اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته نیمګړتیاوو پيژندل وو.
د دې ارزونې پر مهال د شهيدانو کورنيو او معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
په پام کې ده د یادې ارزونې د پایلو راپور به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مشرتابه سره شریک شي.