د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۲۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو پلاوي چې د څارنې او ارزونې ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر محترم محمد شفيق شېرزاد او محترم محمد فاروق ځلاند یې ملتیا کوله، د بلخ  ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ١٤٠٤ مالي کال کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه او همداراز د اداري برخو څخه په دقیق ډول بررسي او ارزونه ترسره کړه.

د څارنی او ارزوني د پلاوي اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته نیمګړتیاوو پيژندل وو.

د دې ارزونې پر مهال د‌ شهيدانو کورنيو او معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

په پام کې ده د یادې ارزونې د پایلو راپور به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مشرتابه سره شریک شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۴۹) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر (۴۹) مستحقو کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته (۱۴۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

دغه مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۳
Background image

په زابل ولایت کې یو شمېر مستحقو یتیمانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (IHH) نړيوالې مؤسسې په مالي ملاتړ او همغږۍ د یاد ولایت پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل.

د یادو وسایطو د وېش پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندهار ولايت کې یو شمېر مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د عدليې رياست سره په همغږۍ د (۲۵) یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه شیدې ورکوونکې وزې ووېشلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

BACK TO NEWS