په پروان ولايت کې د‌ شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
Sun, Aug 24 2025 9:07 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان محمدي یې ملتیا کوله، د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.

د دې بررسي په ترڅ کې، د شهيدانو او معلولينو چارو رياست ته، په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ځانګړې شوې بوديجې د مصرفولو څرنګوالی وڅېړل شو.

همدارنګه، د مخکيني پلاوي سپارښتنې تعقيب او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې وپېژندل شوې.

یاد پلاوی د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت بهیر همداراز د یاد ریاست اړوند نورې اداري چارې  په هر اړخیز ډول تر بررسي لاندې ونیولې، چې بشپړ راپور به یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریک شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS