د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس د محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني لخوا رسماً معرفي شو

asad_admin
Sat, Jun 14 2025 10:16 AM
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي نورالحق حقاني د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني لخوا کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پیل کړې.

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د ننګرهار ولایت د والي مرستیال محترم مولوي عزیز الله مصطفی، د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش او یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو حضور درلود. 

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس د معرفي په مراسمو کې وویل: په ادارو کې تغییر او تبدیلي یوه اړتیا ده، چې د اداري چارو د پرمختګ او ښه ‌والي په موخه ترسره کېږي، هغه د نوي رئیس وړتیاوې او د خدمت کولو روحیه وستایله او هیله یې وښوده چې د ننګرهار ولایت مسؤلین او د یاد ریاست ټول کارکوونکي به له نوموړي سره لازمه همکاری وکړي.

محترم شیخ صاحب همداراز زیاته کړه: د دې ریاست لپاره نوی ټاکل شوی رئیس چې د خدمت اوږده سابقه او ښې تجربې لري، کولای شي د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره لا ښه خدمتونه وړاندې کړي او له کارکوونکو یې وغوښتل چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او د اړمنو کسانو د خدمت لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي، له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پخواني رئيس له خدمتونو څخه هم مننه او قدرداني وکړه، نوي رئیس ته یې د مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د لا بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه، همداراز محترم شیخ صاحب پر خیریه مؤسسو او مرستندویه بنسټونو هم غږ وکړ چې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو د ملاتړ  په برخه کې اغېزمنه همکاري وکړي او د دې اړمن قشر د ودې او پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

همدارنګه په دې مراسمو کې د ننګرهار ولایت د والي مرستیال محترم مولوي عزیز الله مصطفی د پخواني رئیس له مخلصانه خدمتونو یې قدرداني وکړه او نوي رئیس سره یې د اړوندو چارو په ترسره کولو کې د بشپړۍ همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي نورالحق حقاني تر دې وړاندې د څارنې او ارزونې ریاست د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS