په ننګرهار ولايت کې پر (٢٠٠) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
Wed, Jun 04 2025 11:26 AM
mmd

د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ( ZFA) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ چې په هغه کې د اختر لپاره جامې، واسکټ، څپلۍ او نور توکي شامل وو، په منظم ډول ووېشل او هر یتیم یو اندازه نغدي مرسته هم ترلاسه کړه.

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک، د مرستو د وېش پر مهال د یادې مؤسسې له همکارۍ مننه او قدرداني وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې اړمنو کسانو ته د لا زیاتو مرستو برابرول اړین دي او باید دوام ومومي.

له بلې خوا، هغو مستحقو کسانو چې مرستې  ترلاسه کړې وې، د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست او د خیریه مؤسسې څخه یې مننه وکړه او هیله یې وښوده چې په راتلونکې کې ورته مرستې بیا هم ورسره ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS