د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د ندا‌ء الخیر مؤسسې له رئیس سره وکتل

asad_admin
Thu, May 08 2025 9:08 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په خپل کاري دفتر کې د نداء الخیر مؤسسې له رئيس محترم حمزه کوکسال او راغلي پلاوي سره وکتل، د دې کتنې پر مهال د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې، محترم شیخ صاحب د یتیمانو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په تړاو خبرې وکړې او د مؤسسې له مسؤلینو یې وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د دې اړمن قشر د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه په لاره واچوي، د فلج معلولینو لپاره ځانګړې خونې جوړې کړي، معلولینو ته برېښنايي ویلچیرونه برابر کړي تر څو هغوی د نورو له محتاجې خلاصی ومومي.

همداراز محترم شیخ صاحب ډاډ ورکړ چې ټولې هغه مرستې چې د خیریه مؤسسو له خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره کېږي، په شفاف او منظم ډول مستحقو کسانو ته رسول کېږي او هر خیریه بنسټ او مرستندویه مؤسسه چې د دې اړمن قشر سره د مرستو ترسره کولو چمتوالی وښيې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت چمتو دی چې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي، ځکه زموږ اساسي موخه دا ده چې اړمن کسان په ځان بسیا شي.

د دې لیدنې په ترڅ کې د ترکیې هېواد د ځینو سوداګرو له لوري یو شمېر معلولینو ته د چمتو شویو چپرکټونو د تسلیمۍ پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

په ورته وخت کې د نداء الخیر مؤسسې مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ به د یتیمانو او معلولینو لپاره اړینې مرستې برابرې کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS