د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس په بغلان ولایت کې د شهيدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره کړه

asad_admin
Sat, Apr 05 2025 12:41 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئيس محترم مولوي شاه محمد دوست د بغلان ولايت اړوند په دوشي، خنجان، پلخمري او ډنډ غوري ولسوالېو کې د شهيدانو کورنيو سره یې له نږدې ولیدل، د شهيدانو پاک روح ته یې دعا وکړه، کورنيو ته یې د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل، په دقت سره یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او هرې کورنې سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم الحاج مولوي شاه محمد دوست د شهيدانو له کورنيو سره په ليدنه کې وويل: تاسو په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره لويه قرباني ورکړې‌ ده، اوس له تاسو غواړو چې د اسلامي نظام د مشرانو لپاره دعاوې وکړئ تر څو د دې نظام په پياوړتيا سره د تللو شهيدانو او د افغان مجاهد ولس ارمانونه پوره شي.

هغه همدارنګه یادو کورنیو ته یې ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشرانو هېڅکله هغوی هېر کړي نه دي او د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته یې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت جوړ کړی دی.

د نوموړي په وينا د اسلامي امارت مشران، په ځانګړې توګه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی تل دا توصیه وي چې وخت پر وخت د شهیدانو کورنېو پوښتنه وشي او هغوی سره لازمه همکاري ترسره شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS