د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

asad_admin
Tue, Mar 25 2025 1:53 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د حبیب ګلزار شرکت په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو وېش بهیر د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د پرمختيايي پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید او د حبیب ګلزار شرکت مسؤلينو په شتون کې ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې د حبیب ګلزار شرکت تر دې مخکې هم په روژې مبارکه میاشت کې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره کړې دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS