د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

asad_admin
Wed, Feb 26 2025 11:41 AM
mmd

د روژې مبارکې میاشتې د را رسیدو په مناسبت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د انساني مرستو مؤسسې په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې غوړي، وریجې، بوره او نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د پلانونو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې نظارت وکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS