د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو شمېر یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ژمنیو توکو چمتو کولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
Mon, Feb 10 2025 11:58 AM
mmd

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د احساس خیریه مؤسسې د استازي محترم محمد اسحاق صافي تر منځ لاسلیک شو، چې د هغه پر اساس به د کابل ولایت اړوند (۱۰۵) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ژمنې مرستې چمتو او ووېشل شي او په دې ترتیب به هر مستحق د سوند توکي، بخارۍ او کمپلۍ ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز لګښت لس زره (۱۰۰۰۰) امریکایي ډالره کېږي او د تطبیق چارې به یې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ پر مخ یوړل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS