د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست تخنیکي پلاوي د کندز ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم څخه څارنه ترسره کړه

asad_admin
Thu, Jan 09 2025 9:05 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست اړوند د ام، آی، اس آمر محترم الله محمد دوست  په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي چې محترم شکرالله اوریا، محترم بختیار اریوبي او محترم اجمل اندړ یې ملتیا کوله، د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړه.

د دې څارنې او ارزونې په پایله کې یاد تخنیکي پلاوي د اړوند کارکوونکو څخه د چارو د ښه ترسره کولو په پار ستاینه وکړه او د یاد سیسټم د لامؤثریت په موخه یې اړوند کارکوونکو ته لازمې سپارښتنی او لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد تخنیکی ټیم څخه د مننې تر څنګ د سیسټم د لا ښه والي او سمون په موخه د ياد پلاوي له خوا د ورکړل شويو وړاندیزونو او سپارښتنو د پلي کیدو ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS