د خوست ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو په رياست کې د چارو د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Thu, May 16 2024 10:05 AM
mmd

ياده غونډه چې د خوست ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالرحیم احسان په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو او د ولسوالېو مدیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي عبدالرحیم احسان د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس د دې ولایت په مرکز او اړوند ولسوالېو کې د ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولينو د کور په کور د تصفیې پروسې پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړې او د اړوند مدیرانو څخه یې وغوښتل تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د طرحې سره سم هغوی ته په خپل وخت او په ښه توګه رسيدګي وکړي.

د‌ غونډې په پای کې ګډونوالو هم ژمنه وکړه چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه به، په ښه اخلاص ترسره کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS