د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور بېاځلې تصفیې پروسه روانه ده
د پکتيکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج په لارښوونه د دې ولایت په يوسف خېل ،يحيٰ خيل، زرغون شهر ،جاني خیل، ډيله خوشامند، وازيخواه، تروي، وړممۍ، ګومل، چهاربران، سروبي، شکين، اومنه، ارګون، نعمت آباد، برمل، ګيان، نکه، زيړوک، سرحوضه او نورو پاتې ولسوالېو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور بېاځلي تصفیې پروسه چې څه موده وړاندې پېل شوې وه، اوس هم دا لړۍ په ښه توګه روانه ده تر څو په ۱۴۰۳ مالي کال کې دې ریاست ته ځانګړې شوې بودیجه په ښه او شفاف ډول په مصرف ورسېږي او د هر ډول درغلېو، فریب او سرغړونو موخه ونیول شي.