د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د مرکز ګردیز د ګذر له وکیلانو سره مستحقو کسانو ته د مرستو چمتو کولو په موخه غونډه ترسره کړه

nasrat_admin
Wed, Mar 27 2024 1:10 PM
mmd

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند له ګذر وکيلانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې له هغوی وغوښتل تر څو د یاد ریاست سره د مستحقو او واقعي یتیمانو، کونډو او معلولینو په پېژندلو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

همداراز د نوموړي له لوري هغوی ته د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت فورمې ورکړل شوې او له هغوی یې وغوښتل چې په یادو فورمو کې د مستحقو کونډو، بې سرپرسته یتیمانو، ناعلاجه ناروغانو، مستحقو معلولینو او د هغو کسانو چې  په نشه یې توکو روږدي دي او د خپلو کورنېو سرپرستي یې ور په غاړې ده، د هغوی ليستونه ترتیب او د یاد ریاست سره شریک کړای شي تر څو ترتیب شوي لیستونه د ولایت مقام، خیریه بنسټونو او مؤسسو سره شریک کړاي شي تر څو هغوی ته لازياتې مرستې راجلب او پر هغوی وویشل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS