د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په ننګرهار ولايت کې له یو شمېر یتیمانو او معلولینو سره نغدي مرسته ترسره کړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم محمد صابر ځواک یې ملتیا کوله، د دې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د شهیدانو کورنېو او معلولینو سره له نږدې وکتل د هغوی ستونزې یې واوريدې او له څوارلس (۱۴) تنو یتیمانو او معلولینو سره یې نغدي مرسته ترسره کړه، چې هر مستحق یتیم او معلول ته (۵۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.