د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت کې د مجاهدینو د جهادي خدمت د فورمو د جوړولو پر څرنګوالي غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Sun, Dec 10 2023 11:34 AM
mmd

یاده غونډه چې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو په رياست کې جوړه شوې وه، په هغه کې ټاکل شوې کمیټې چې د یاد وزارت د بشري سرچينو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي،  د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني د داخلي تفتيش رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني د مالي او حسابي چارو رئيس محترم قاري محمد امین درویش، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رٸيس محترم مفتي فيصل خاموش  يې غړيتوب لري، ګډون کړی وو .

په دې غونډه کې د مجاهدینو د جهادي خدمت په قدم، ترفیع او تقاعد کې د محاسبې فورمې د جوړولو پر څرنګوالي هر اړخیز بحث ترسره شو او پریکړه وشوه چې د ټاکل شوې کمیټې هر غړی باید د یادې فورمې موارد په هراړخيزه توګه وڅېړي او د فورمې د لا غني کولو په موخه خپل وړاندیزونه يادې کمېټې سره شریک کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS