د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د ژمنېو مرستو د برابرولو په موخه د (HHRD) مؤسسې سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

nasrat_admin
Sun, Nov 12 2023 3:33 PM
mmd

یاد هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدوخان حق شناس او د (دست های کمک برای پیشرفت و کمک) یا(HHRD)  مؤسسې رئیس ښاغلي عبیدالله فیصل تر منځ لاسلیک شول چې د یو هوکړه لیک له مخې به نه سوه (۹۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې ژمنۍ مرستې (البسه، کمپلې او د ګاز دبې) شاملې دي په سرپل، زابل، تخار او پکتیا ولایتونو کې پر یادو کسانو وویشل شي.

د دوهم تړون له مخې به چې په هغه کې (جامې، کمپلې، قرطاسیه او د حفظ الصحې توکي) شامل دي په کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې به پر دولس سوه او پنځوسو (۱۲۵۰) تنو مستحقو کسانو وویشل شي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد شویو تړونونو د پلي کېدو ټوليز ارزښت پنځه اویا زره (۷۵۰۰۰) امريکايي ډالره دى، چې دواړه به يې په راتلونکو دوو مياشتو کې بشپړ شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS