د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست لخوا د کارکوونکو د مهارتونو او ظرفیتونو د لوړولو په موخه د کمپیوټر زده کړه ییز ورکشاپ دایر شو

nasrat_admin
Mon, Oct 30 2023 3:10 PM
mmd

د دې روزنیز پروګرام  په پرانیست غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان او د دې وزارت اړوندو څانګو رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو ګډون کړې وو.

دغه روزنیز ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند لخوا د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل شو، ټاکل شوې چې په دې روزنیز ورکشاپ کې به پنځوسو (۵۰) تنو کارکوونکو ته د کمپیوټر زده کړې ورکړل شي.

همداراز د دې پروګرام په ترڅ کې دهغه حمایوي صندوق په هکله هم خبرې وشوې چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د مرستو د جلب په موخه رامنځته شوی دی.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یتیمانو د پالنې پر فضیلت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: موږ او تاسې په داسې یوې ادارې کې کار کوو، چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو خدمت کوي او په کار ده چې د یتیمانو په حمایوي صندوق کې د خپل وس او توان په اندازه مرسته وکړو.

نوموړي همداراز وویل: خدای تعالی جل جلاله دا نعمت پر افغانانو پیرزو کړی چې په هېواد کې یې اسلامي امارت حاکم شوی او د دې نظام  له برکته په ټول هېواد کې آزادۍ، امنیت او سوکالۍ راغلې ده او باید د فلسطین هېواد د مظلومو مسلمانانو لپاره هم غږ پورته کړو او کافرانو باندې ډیر سخت اووسو او پر مسلمانانو باندې شفقت او مهرباني ولرو.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان په اسلام سپیڅلي دین کې د یتیمانو د پالنې پر فضیلت او ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارک حدیث د روایت پر اساس خدای تعالی جل جلاله ته هغه عملونه ډیر محبوب دي چې دوامداره وي که هغه لږ هم وي.

نوموړي د یاد وزارت له کارکوونکو څخه وغوښتل ترڅو د خپل وس په اندازه د یتیمانو حمایوي صندوق سره همکاري وکړي.

په دې پروګرام کې د یاد وزارت د عوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د یتیم پالنې د ارزښت په هکله وویل: د یتیم پالنې بنیاد زموږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ایښی دی، پر موږ او تاسو لازمه ده چې د یتیمانو پالنه وکړو، یتیم پالنه د جهنم څخه د نجات وسیله ګرځي.

همداراز په دې پروګرام کې د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یتیمانو د حمايوي صندوق د رامنځته کولو د اهمیت په هکله وویل: د دې صندوق اصلي موخه د یتیمانو کونډو او معلولینو لپاره د مرستو را ټولول دي چې د وزارت هر کارکوونکی به په خپله خوښه په هغه کې ونډه اخلي.

نوموړي همداراز د بشري سرچینو ریاست د دوه کلنو لاسته راوړنو په هکله هم هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS